د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور سخت ټپیان شوي دي. د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ د دې مرګونې پېښې رامنځته کېدل په رسمي ډول تایید کړي دي.
دا پېښه د سه شنبې په سهار وروسته له هغې رامنځته شوه چې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو. د دې پېښې ټپیان سمدستي نږدې سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او اوس مهال تر طبي درملنې لاندې دي.
په هېواد کې ترافیکي پېښې د هېوادوالو د غیر طبیعي مړینې یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي. په تېره یوه اونۍ کې، په بېلابېلو ولایتونو کې په اوو جلا ترافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه شپږویشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
#بادغیس #ترافیکي\_پېښه #افغانستان
🌐