د طالبانو حکومت د تدارکاتو کمیسیون د نږدې درې نیم میلیارد افغانیو په ارزښت د شپاړسو پروژو د تصویب خبر ورکړی دی. په دی پروژو کی د سړکونو جوړول، یو روغتون او په بیلابیلو ولایتونو کی نور تاسیسات شامل دی.
په دی ناسته کی څلویښت پروژی وڅیړل شوی چی شپاړس یی تایید شوی. په مهمو پروژو کی په روزګان ولایت کی د پنځوس بستریز روغتون جوړول، د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل او په بادغیس کی د اوبو بند جوړول شامل دی.
د طالبانو حکومت وایی چی د دی پروژو لګښت به له کورنۍ بودیجې څخه ورکول کیږی. خو اقتصادی کارپوهان وایی چی بانکی محدودیتونه او د بهرنۍ پانګونې کموالی د دی پروژو د تطبیق په وړاندی لوی خنډونه دی.
#افغانستان #اقتصاد #طالبان #پرمختګ
🌐