د روسیې د ملي امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو اعلان کړی چې د طالبانو حکومت توانېدلی چې د نشه یي توکو تولید او قاچاق تر نوي سلنې پورې کم کړي. هغه د کابل د واکمنانو دا ګام د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیتي چارواکو د افغانستان له لارې د نشه یي توکو د قاچاق له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه. دوی ادعا کړې چې په ګډو سرحدونو کې یې ګڼ شمېر محمولې نیولې دي.

افغانستان د ډېرو کلونو لپاره په نړۍ کې د اپینو تر ټولو لوی تولیدوونکی و. خو د روسیې استخباراتو خبرداری ورکړی چې نړیوالې جنايي شبکې لا هم په سیمه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د کیمیاوي نشه یي توکو لابراتوارونه یې جوړ کړي دي.

#افغانستان #روسیه #نشه\_يي\_توکي #امنیت #طالبان

🌐

Author