الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو د امریکا د متحده ایالاتو پر جنګي کښتیو بې پیلوټه الوتکې توغولي دي. دا برید په عمان سمندرګي کې د امریکایي ځواکونو لخوا د یوې ایراني سوداګریزې کښتۍ د نیولو په غبرګون کې شوی دی.
تر اوسه د امریکایي کښتیو سره د دې بې پیلوټه الوتکو د ټکر او د احتمالي زیانونو یا تلفاتو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی. تر دې وړاندې، د ایران پوځ خبرداری ورکړی و چې د امریکا د کړنو غچ به ژر واخلي.
ډونالډ ټرمپ مخکې اعلان کړی و چې امریکایي ځواکونو یوه ایراني کښتۍ د محاصرې د ماتولو په تور نیولې ده. په ورته وخت کې، د ایران دولتي رسنیو تایید کړې چې تهران له امریکا سره د خبرو کولو کوم نیت نه لري.
#ایران #امریکا #بې\_پیلوټه\_برید #عمان\_سمندرګی
🌐