د ډله ییز امنیت تړون سازمان چارواکو ویلی دی چی د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ په پوله کی امنیتی ګواښونه لا هم دوام لری. دا سازمان هڅه کوی چی په شمال کی وسله والې ډلې کنټرول کړی.

د دی سازمان د دایمی شورا رییس ویکتور واسیلیف وایی چی افغانستان لا هم په منځنۍ آسیا کی یو ستر ګواښ دی. هغه له افغان خاورې څخه تاجیکستان ته د ډزو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او امنیتی وضعیت یی پیچلی وباله.

دی روسی چارواکی ټینګار وکړ چی غړی هیوادونه غواړی په شمال کی د جنګیالیو د له منځه وړلو لپاره خپلې ګډې هڅې زیاتې کړی. له دی وړاندی هم دی سازمان په افغانستان کی د ترهګرو ډلو پر شتون نیوکې کړې وې.

#افغانستان #امنیت #تاجیکستان #پوله

🌐

Author