په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر وایي چې د طالبانو حکومت په پام کې لري څو د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره له دغه هېواد څخه نفتي توکي واخلي. ټاکل شوې چې دا تړونونه به د روان کال په مې میاشت کې د کازان په ښار کې د روسیې او اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې لاسلیک شي.
د دغو نویو تړونونو له مخې به روسیه پر نفتي توکو سربېره د طالبانو حکومت ته خپل کرنیز محصولات هم وپلوري. دغه راز ویل کېږي چې یو روسي ساختماني شرکت به د افغانستان د زیربنایي پروژو په پراختیا کې پانګونه وکړي چې دا د دواړو لورو تر منځ یو مهم ګام بلل کېږي.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د کانونو وزیر له روسي شرکتونو غوښتي وو چې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي. سره له دې چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له هغوی سره یې نږدې اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.
#افغانستان #روسیه #اقتصاد
🌐