د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارر ادعا کړې چې د پکتیکا، پکتیا او کنړ ولایتونو په ځینو برخو کې د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار پنځه ویشت غړي وژل شوي دي. نوموړي دا عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بللي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې پاکستاني الوتکو د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان دي.

پاکستان وایي چې دا بریدونه یې په خپل هېواد کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

#افغانستان #پاکستان #بریدونه

🌐

Author