د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي چې ګواکې نوي ډیلي د کراچۍ ښار په وروستي ترهګریز برید کې لاس درلود. یاد وزارت له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بې بنسټه تورونو پر ځای دې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې پاکستان باید د دولتي سیاست په توګه د ترهګرو ډلو له کارولو څخه لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې چې اسلام اباد باید د نورو ګاونډیو هېوادونو د ملامتولو پر ځای خپل داخلي امنیتي وضعیت په دقت سره وڅېړي.

دا دیپلوماتیکې ناندرۍ وروسته له هغې زیاتې شوې چې په کراچۍ کې د ځانګړو ځواکونو پر یوه مرکز برید مرګ ژوبله واړوله. د پاکستان پوځ مخکې ویلي وو چې په دې پېښه کې یو نیول شوی بریدګر د افغانستان تبعه دی.

#هند #پاکستان #امنیت

🌐

Author