افغانستان او قرغزستان د بیشکک په ښار کې د خپل لومړني ګډ سوداګریز فورم په ترڅ کې د څه باندې درې سوه او پنځوس ملیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل. دا مهم قراردادونه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور او جګپوړو دولتي چارواکو په شتون کې لاسلیک شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ د دې اقتصادي تړونونو تر ټولو لویه برخه یوې سترې صنعتي پروژې ته ځانګړې شوې ده. په دې پروژه کې په قرغزستان کې د سمنټو د تولید د یوې لویې کارخونې جوړولو لپاره د درې سوه ملیونه ډالرو پانګونه شامله ده.
سربېره پر دې په دې مهمه ناسته کې هوکړه وشوه چې د کابل او بیشکک ترمنځ به یوه ګډه سوداګریزه خونه هم جوړه شي. د دې ګام اصلي موخه د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او په نږدې راتلونکي کې د لا زیاتو پانګونو راجلبول ښودل شوي دي.
#اقتصاد #سوداګري #افغانستان
🌐