د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست احضار کړ. دا اقدام په کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کمپ د وروستي برید په غبرګون کې ترسره شو.
پاکستاني پوځ ادعا کوي چې په دې برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي. په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر وژل شوي او یو شکمن افغان تبعه نیول شوی دی.
پاکستاني چارواکو دا پیغام په کابل کې د خپل سفیر له لارې د طالبانو حکومت ته هم رسولی دی. تر اوسه د نیول شوي کس د هویت په اړه کره شواهد نه دي وړاندې شوي.
#پاکستان #افغانستان #سفارت
🌐