د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې د هغه هیواد شارژدافیر احضار کړ. یاد وزارت د افغانستان د هوایي حریم نقضول د نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله.

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان تل هڅه کوي خپله امنیتي ناکامي پر افغانستان واچوي. د طالبانو حکومت خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې دوه اړخیز باور او د سیمې ثبات ته زیان رسوي.

پاکستاني پوځیانو د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ځینې برخې بمبار کړې. افغان چارواکي وایي لسګونه ملکي وګړي وژل شوي، خو پاکستان د وسله والو ډلو د په نښه کولو ادعا کوي.

#افغانستان #پاکستان #بریدونه

🌐

Author