د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په اروپا کې د جون میاشتې له وروستیو راهیسې بې سارې ګرمۍ د څه باندې دیارلس سوه کسانو ژوند واخیست. لسګونه میلیونه خلک د هوا له خطرناکو شرایطو سره مخ دي.
د دې سازمان مشر خبرداری ورکړ چې د ګرمۍ فشار د یوه خاموش قاتل په څېر عمل کوي. هغه ټینګار وکړ چې په اروپا کې ډیری زیربناوې د دومره لوړې تودوخې زغملو لپاره نه دي جوړ شوي.
د جرمني، چک جمهوریت او فرانسې په څېر هیوادونه تر ټولو زیات زیانمن شوي دي. د اقلیم بدلون لامل شوی چې دا پدیده اوس نږدې هر کال تکرار شي.
#اروپا #ګرمي #اقلیم
🌐