د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان له وروستیو هوایی بریدونو وروسته یې سیمې ته بیړنۍ طبي مرستې استولې دي. دغه بنسټ ټینګار کوی چې د دې ګام موخه د پیښې ټپیانو ته ژر تر ژره رسیدګی ده.
د راپورونو له مخې، دا روغتیایی مرستې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار، څمکنیو ولسوالۍ او یو شمیر نورو روغتیایی مرکزونو په سیمه ییزو روغتونونو کې ویشل شوې دي. دا ګام د ټپیانو د ژوند ژغورلو لپاره خورا اړین بلل شوی دی.
دا غبرګون په داسې حال کې مخې ته راځي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان د دغو هوایی بریدونو په پایله کې لږ تر لږه اته ویشت ملکی وګړی وژل شوی او نهه څلویښت نور چې ښځې او ماشومان هم په کې دی، ټپیان شوی دی.
#پکتیا #پاکستان #افغانستان #مرستې #روغتون
🌐