د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د خصوصي سکتور له استازو سره په لیدنه کې له خلکو وغوښتل چې د افغانستان تولید شوي درمل وکاروي .
هغه وویل چې په هېواد کې د درمل جوړولو صنعت پرمختګ کړی دی .
وزیر ټینګار وکړ چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ به له ګاونډیو هېوادونو د وارداتو اړتیا کمه کړي.
هغه زیاته کړه چې د درملو واردول تل له ستونزو او ځنډ سره مل وي .
جلالي له بهرنیو موسسو هم وغوښتل چې د امکان تر حده افغاني درمل وپیري.
د هغه په وینا، دا کار د هېواد د اقتصاد او صنعت د ودې لامل کیږي .