د استرالیا حکومت په خپل نوی سفر خبرداری کې له خپلو اتباعو غوښتی چې په هیڅ صورت افغانستان ته سفر ونه کړی او دا هیواد یې خورا خطرناک ځای بللی دی. په دې سپارښتنه کې هغه افغان او استرالیایی دوه ګوني تابعیت لرونکی هم شامل دي چې د کورنۍ لیدو لپاره د سفر هوډ لري.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د مسافرو شخصی امنیت ته جدي ګواښونه شتون لری او تر دې وړاندې هم په افغانستان کې استرالیایی اتباع وژل شوي، ټپیان شوی او یا په خپلسری ډول نیول شوی دي. دغه بنسټ په کابل کې د قونسلی خدمتونو د سخت محدودیت خبر ورکړی دی.

دا جدي خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږی چې څه موده وړاندې یو افغان او استرالیایی دوه ګونی تابعیت لرونکی په غزني ولایت کې خپل پلرني ټاټوبی ته له سفر وروسته د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو. تر اوسه حکومت طالبان د دې مرموزې پیښې په اړه څه نه دی ویلی.

#استرالیا #افغانستان #سفر #غزنی\_ولایت #امنیت

🌐

Author