د جرمني د پولیسو چارواکو اعلان کړی چې د دغه هیواد په شمال کې د میندو او ماشومانو په یوه مرکز کې د یوه پنځه څلویښت کلن سړي د ډزو له امله شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا ترخه پیښه د دوشنبې په ورځ غرمه مهال رامنځته شوې ده.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د دې برید انګیزه د خپل ماشوم د روزنې په تړاو د دغه سړي د نظر اختلاف و. بریدګر د ډزو له پیلولو وړاندې، د هامبورګ ښار ته څیرمه په اشټډ سیمه کې په دغه مرکز کې له مخکې ټاکل شوې لیدنه لرله.
د دې مرګونې پیښې قربانیان څلور ښځې او دوه سړي دي چې ټول د دغه خدماتی مرکز کارکوونکي وو. د جرمني سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې له نیکه مرغه د دغه سړي درې میاشتنۍ لور او د ماشوم مور په بشپړ روغتیایی حالت کې دي.
#جرمنی #هامبورګ #برید #پولیس #اروپا
🌐