په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي سټیفن روډریګز د خپل ماموریت په پای کې د مخه ښې پیغام خپور کړ. نوموړي په دې پیغام کې ټینګار کړی چې افغانان یوازې د جګړې او بحران په ساده او یو اړخیزو کیسو کې نشي خلاصه کیدای.

روډریګز د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړونکې زلزلې یادونه وکړه او ویې ویل چې د ویجاړیو په منځ کې د افغانانو مېلمه پالنې او انساني کرامت هغه ډېر اغېزمن کړ. هغه د خپلو محلي همکارانو ستاینه وکړه چې خپلو خلکو ته د خدمت لپاره هڅې کوي.

نوموړي د خپل یادښت په پای کې څرګنده کړه چې افغانستان نړۍ ته د هغه لیدلوری بدل کړی دی. د ملګرو ملتونو استازي د هغو ښځینه کارکوونکو د زړورتیا او وړتیا ستاینه وکړه چې د ډېرو ننګونو سره سره کار کوي.

🌐 #افغانستان #ملګري\_ملتونه #پراختیا

Author