د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې تهران په دوحه کې له امریکایي چارواکو سره د لیدنې کوم پلان نه لري. اسماعیل بقایي ټینګار وکړ چې راتلونکې خبرې به یوازې د تړونونو پر پلي کولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو پر خلاصولو تمرکز ولري.
نوموړي خبرداری ورکړ چې ایران به د امریکا له لوري د تړون هر ډول سرغړونې ته ځواب ورکړي او هر ډول نظامي اقدام به له سخت غبرګون سره مخ شي. په ورته وخت کې قطري چارواکو هم تایید کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به مخامخ ناسته ونه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ادعا کړې وه چې ایران د مخامخ ناستې غوښتنه کړې ده. خو د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې په دوحه کې به یوازې تخنیکي خبرې اترې ترسره شي.
🌐 #ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ