د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې د کونړ او پکتیا په استوګنیزو سیمو د پاکستان وروستي هوایي بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغان ملکي وګړو په نښه کول کېدای شي د جنګي جنایت په توګه وپېژندل شي.
د دې سازمان د موندنو له مخې د دغو هوایي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه اته ویشت ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. راپورونه ښيي چې پاکستاني الوتکو په دوو پړاوونو کې د خلکو کورونه او مرستندویان په نښه کړي دي.
رواداري سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې پېښو په دقیق مستند کولو سره د بریدونو عاملین ځواب ویلو ته اړ کړي. د طالبانو حکومت هم تایید کړې چې په دې پېښه کې ښځو او ماشومانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
🌐 #بشري\_حقونه #افغانستان #پاکستان