په کابل کې د صنعت او کانونو اونۍ پنځم نړیوال نندارتون د سلګونو کورنیو شرکتونو په ګډون پرانیستل شو. د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو معرفي کول او د پانګونې جلبول دي.
د طالبانو حکومت چارواکو د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. دوی ژمنه وکړه چې سوداګرو ته به ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.
له دې سره سره د نړیوال بانک وروستی راپور ښیي چې د افغانستان اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ دی. د دې راپور پر بنسټ په تیره میاشت کې د هیواد صادرات او واردات د پام وړ کم شوي دي.
🌐 #افغانستان #صنعت #اقتصاد