د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د روانو پوځی نښتو په اړه د ژورې اندیښنې په ښودلو سره له دواړو لوریو غوښتی چې سمدستی وسله والو شخړو ته د پای ټکی کیږدی. مسکو ټینګار کړی چې ستونزې باید له دیپلوماتیکو لارو حل شی.

یاد وزارت د ملګرو ملتونو شمېرو ته په اشارې سره یادونه کړې ده چې د افغانستان پر سرحدی ولایتونو د پاکستان د پوځ په وروستیو بریدونو کې ډیری ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. روسیې دا پوځی تقابل یوه ډیره خواشینوونکې پیښه بللې ده.

روسی چارواکو تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د شخړو په حل کې د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی ښودلی و. وروستۍ سرحدی ستونزې وروسته له هغه خورا زیاتې شوې چې پاکستانیو ځواکونو د افغانستان ځینې برخې بمبار کړې.

🌐

#افغانستان #روسیه #پاکستان #سیاست

Author