د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کندوز ښار کې یې د طالبانو حکومت پر یوه ښاري ګزمه برید کړی او د دوی دوه غړي یې وژلي دي. دا پیښه د سه شنبې په شپه رامنځته شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې جبهې لخوا خپره شوې خبرپاڼه ښیي چې دا برید د کارته آریانا په کابل بندر سیمه کې شوی دی. په دې چاودنه کې د طالبانو د ځواکونو یو رنجر موټر په نښه شوی دی.

د دوو تنو د وژل کیدو سربیره د طالبانو حکومت یو بل غړی هم پدې پیښه کې ټپي شوی دی. د دې جبهې لخوا خپره شوې ویډیو ښیي چې په یوه لوی سړک کې کوچنۍ چاودنه شوې ده.

🌐 #افغانستان #کندوز #امنیت

Author