پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پیښور ښار په څنډو کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه شکمن برید کې یوه ښځه وژل شوې ده. په دې پیښه کې د یوې کورنۍ شپږ نور غړي ټپیان شوي دي.
دا برید د حسن خیل په سیمه کې شوی او ټپیان سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي. تر دې وړاندې په اپریل میاشت کې هم ورته برید په دې سیمه کې یوه جومات ته لږ زیان اړولی و.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د داعش پر مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی. پاکستاني چارواکو د دې بریدونو پخلی کړی خو ادعا کوي چې دا الوتکې یې نسکورې کړې دي.
🌐 #پاکستان #پیښور #امنیت