نامعلومو وسله والو د پکتیکا ولایت په جاني خیل ولسوالۍ کې د محمد عمر په نوم یو پخوانی پوځي وژلی دی. دا پیښه د سه شنبې په ورځ د دوو موټر سایکل سپرو لخوا رامنځته شوې ده.
دغه پخواني سرتیري چې د جمهوریت پر مهال یې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله د طالبانو حکومت له راتګ وروسته ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوی و. هغه پدې وروستیو کې د خپل ورور په واده کې د ګډون لپاره هیواد ته راستون شوی و.
د هغه وژنه د واده له مراسمو یوازې پنځه ورځې وروسته شوې ده. د دوشنبې په ورځ هم په دې ولایت کې یو بل پخوانی پوځي په مرموز ډول ووژل شو خو د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
🌐 #افغانستان #پکتیکا #امنیت