د آمو کرکټ لوبډلې د شپږیزې لیګ د نوي فصل سیالۍ د بند امیر لوبډلې په وړاندې په یوې بریا سره پیل کړې. دې لوبډلې وکولی شول چې خپل سیال ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.

د آمو لوبډلې چې د دې سیالیو د اتلولۍ دفاع کوي، ټاکل شوی هدف په شپاړسم اور کې ترلاسه کړ. عمران میر د اته اویا منډو په جوړولو سره په دې بریا کې مهم رول ولوباوه او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د شپږیزې کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالۍ د چهارشنبې په ورځ په خوست ولایت کې د افغان نندارچیانو په شتون کې پرانیستل شوې. دا سیالۍ په افغانستان کې تر ټولو مهمې کورنۍ د کرکټ سیالۍ ګڼل کیږي.

#ورزش #کرکټ #شپږیزه\_لیګ

🌐

Author