د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخندزاده تر اوسه د افغانستان پر بېلابېلو برخو د پاکستان د وژونکو بمباریو په وړاندې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی. دې بریدونو د پام وړ ملکي تلفات اړولي دي.
پاکستاني پوځ په تېر یوه کال کې په وار وار د هېواد پر بېلابېلو سیمو هوایي او توغندویي بریدونه کړي دي. د نړیوالو بنسټونو او افغانانو له سختو نیوکو سره سره، د طالبانو مشر په خپلو ویناوو کې دې موضوع ته هیڅ اشاره نه ده کړې.
مدني فعالان او سیاسي شنونکي وایي چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د مخامخ کېدو وړتیا نه لري او له همدې امله یې چوپتیا غوره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې خلک د دې بریدونو د دوام له امله سخته اندېښنه لري.
#افغانستان #طالبان #پاکستان
🌐