د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوي. دا دریځ د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته څرګند شو.
په دې وروستیو کې پاکستان د افغانستان په خاوره کې مرګوني هوایی بریدونه وکړل چې له امله یې بې ګناه افغان ملکي وګړي ووژل شول. د طالبانو حکومت هم د دې اقدام په غبرګون کې په پاکستان کې ځینې اهداف په نښه کړل.
پاکستان تل د طالبانو حکومت تورنوي چې وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې ده. خو افغان چارواکي دا ادعا په کلکه ردوي او روانه ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي او پړه یې نه مني.
🌐 #افغانستان #امریکا #پاکستان #امنیت #بریدونه