سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت د پولیسو د قوماندانۍ د قراول قوماندان د خپل ورور له خوا په ډزو وژل شوی دی. دا پېښه د دې ولسوالۍ په هاشه خېل کلي کې شوې ده.
د راپورونو له مخې دا قوماندان هغه مهال د برید لاندې راغی چې د رخصتۍ لپاره خپل کور ته تللی و. تر اوسه د دې سیمه ییز چارواکي د وژل کېدو اصلي لامل په دقیق ډول نه دی روښانه شوی.
د طالبانو حکومت د دې خبر په تاییدولو سره ویلي چې برید کوونکی پر رواني ناروغۍ اخته و. د دې پېښې د لامل او انګېزې په اړه نورې څېړنې او پلټنې لا هم روانې دي.
#افغانستان #ننګرهار #طالبان #پېښه
🌐