د پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر سره هم مهاله د طالبانو حکومت د کډوالو چارو کمیسیون اعلان کړی چې پاکستان په تېره یوه ورځ کې له یو زر او اته سوه زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ نږدې شپږ زره کسان خپل هېواد ته لېږل کېږي. دا کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم تایید کړې چې په وروستیو میاشتو کې سلګونه زره کسان له پاکستان او ایران څخه په اجباري او داوطلبانه ډول راستانه شوي دي. د دې کسانو لویه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.
#افغانستان #پاکستان #کډوال #مهاجرت
🌐