د افغانستان لپاره د ایران پخواني ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي دي چې د علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو څېرو شتون سیاسي بڼه نه لرله. هغه ټینګار وکړ چې له افغانانو سره د ایران اړیکې فرهنګي او تمدني دي.

ښاغلي قمي یادو څېرو ته د افغان ملت د یوې برخې د استازو په توګه اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې هغوی یوازې د خواخوږۍ څرګندولو لپاره ایران ته سفر کړی و. تهران وايي چې په طبیعي ډول د ټولو ډلو تود هرکلی کوي.

په دغو مراسمو کې د عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د حکومت یوه پلاوي هم ګډون کړی و. د اوسنیو چارواکو او مخالفو څېرو لکه احمد مسعود او محمد محقق هم مهاله شتون په رسنیو کې له پراخو غبرګونونو او بحثونو سره مخ شوی دی.

#افغانستان #ایران #طالبان #منځنی\_ختیځ

🌐

Author