د بې اسناده کډوالو د نیولو او شړلو لپاره د پاکستان حکومت د نوي ټاکل شوي مهلت په رارسیدو سره، له دغه هیواد څخه د افغان اتباعو د ایستلو لړۍ په بې سارې توګه چټکه شوې ده.
د طالبانو حکومت رسمي شمیرې ښیي چې په تیرو دریو ورځو کې له اتو زرو څخه ډیر کسان د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې بیرته خپل هیواد ته راستانه کړای شوي دي.
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د جولای له لسمې نیټې څخه به د غیر قانوني کډوالو نیول او شړل نور هم سخت کړي او هره ورځ زرګونه کسان د دې هیواد پریښودو ته اړ کیږي.
🌐 #کډوال #افغانان #پاکستان #تورخم #افغانستان