یو شمېر افغانانو د ملګرو ملتونو له نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې غوښتي چې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي. افغان ښځې او نجونې ټینګار کوي چې هغه باید د ښوونځیو په پرانیستلو او د کاري فرصتونو په برابرولو کې فعال رول ولوبوي.
د طالبانو د حکومت په واکمنۍ کې، یوناما تل هڅه کړې چې بشري بحران مدیریت کړي. خو د افغانستان د سیاسي بحران په حل او د افغانانو د بنسټیزو حقونو په دفاع کې د دې بنسټ کړنې له ډیرو نیوکو سره مخ شوې دي.
دا تجربه لرونکې بنګله دیشي ډیپلوماټه اوس په افغانستان کې لوی مسوولیت لري. افغانان هیله من دي چې هغه به وکولای شي د سولې د ټینګښت، د بشري حقونو د ملاتړ او د کار او زده کړو د محدودیتونو د لرې کولو لپاره اغیزمن فشارونه راوړي.
#ملګري\_ملتونه #افغانستان #بشري\_حقونه #افغان\_ښځې
🌐