د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو سخت کمښت د ښځو ملاتړي سازمانونه د تړل کیدو له خطر سره مخ کړي دي. دې بحران لږ تر لږه یو میلیون افغان او د نورو هیوادونو ښځې او نجونې له حیاتي ملاتړ څخه بې برخې کړې دي.
د نویو راپورونو له مخې، د بودیجې کمښت د ژغورنې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دې بنسټونو وړتیا ډیره کمزورې کړې ده. په افغانستان کې فعال سازمانونه په هغو سیمو کې کار کوي چیرې چې نور نړیوال بنسټونه ډیر محدود لاسرسی لري.
ډیری دې سازمانونو ویلي چې نور د مخ په زیاتیدونکو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مالي مرستو په زیاتولو سره، په بحران ځپلو هیوادونو کې د ښځو د ملاتړو بنسټونو د فعالیتونو د دریدو مخه ونیسي.
#ملګري\_ملتونه #ښځې #افغانستان #بشري\_مرستې
🌐