د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې زرګونه توغندي د ایران پر لور په نښه شوي دي. هغه په ټروټ سوشیال شبکه کې په یوه نوي پیغام کې ویلي چې که ایران د هغه د وژلو هڅه وکړي، نو له بشپړې ویجاړۍ سره به مخ شي.
دا تندې څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې په نړۍ کې د امریکا د ولسمشر د وژلو لپاره د ایران د احتمالي پلان په اړه راپورونه خپاره شول. ټرمپ ټینګار کړی چې د امریکا پوځ چمتو دی چې د هر ډول اقدام په صورت کې ایران په بشپړه توګه ویجاړ کړي.
ایراني چارواکو تر اوسه د ډونالډ ټرمپ دې نویو او سختو ګواښونو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی. د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې د دې ادعاوو او خبرداریو سره یو ځل بیا د لفظي شخړو نوي پړاو ته داخلې شوې دي.
#ډونالډ\_ټرمپ #ایران #امریکا #توغندي
🌐