په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکو تایید کړې چې څلور ماشومان په یوه ترافیکي پیښه کې وژل شوي دي. دا حادثه د جمعې په ورځ د جولای په لسمه په حصه اول ولسوالۍ کې شوې ده.

ویل کیږي چې یوه کرولا ډوله موټر د ډیر سرعت له امله دا څلور واړه ماشومان وهلي دي. د دې موټر چلوونکی یو سیلانی و چې د ساتیرۍ لپاره دې ولایت ته راغلی و.

په پنجشیر کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند ویلي چې موټر چلوونکی نیول شوی دی. د پنجشیر تنګ او کږلیچ سړکونه تل د داسې مرګونو پیښو شاهدان دي.

#پنجشیر #افغانستان #ترافیکي\_پیښه

🌐

Author