په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په جلال اباد ښار کې د یوه اتلس کلن ځوان د ځان وژنې خبر ورکړی دی. دې ځوان له خپلې خوښې نجلۍ سره د واده په ناکامۍ پسې خپل ژوند پای ته ورساوه.
دا پیښه د جمعې د ماښام په شاوخوا کې د جولای په لسمه د ښار په څلورمه ناحیه کې شوې ده. دغه ځوان چې هجرت الله نومیده د تمانچې په ډزو سره ځان وژلی دی.
د نجلۍ کورنۍ له دې واده سره مخالفت کړی و او هجرت الله په یوه لیک کې لیکلي وو چې که هغې ته ونه رسیږي ځان به وژني. په افغانستان کې ډیری وخت کورنۍ د ځوانانو د واده پریکړه کوي.
#ننګرهار #افغانستان #ځوانان
🌐