په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو او پیاوړتیا په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان دوه ورځنۍ غونډه جوړیږي. په دې غونډه کې د اووه پنځوسو اسلامي هیوادونو استازي او نړیوال څارونکي ګډون کوي.

د دې غونډې اصلي موخه د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګونو څیړل او د هغوی سیاسي او اقتصادي ګډون پراخول دي. خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې غونډه کې د خپل پلاوي ګډون نه دی تایید کړی.

د بشري حقونو فعالانو له ګډونوالو غوښتي چې د افغان میرمنو پر وړاندې تعلیمي او کاري محدودیتونه له پامه ونه غورځوي. د اسلامي همکاریو سازمان په وار وار په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده.

#ښځې #اسلامي\_همکارۍ #افغانستان

🌐

Author