د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې د پروګرام مشرې سټیفني لوز ویلي چې له زده کړو، کار او په عامه پریکړو کې له ګډون څخه د افغان ښځو او نجونو پراخ محرومیت لا هم یوه جدي او دوامداره اندیښنه ده. هغې دا څرګندونې د ښارونو د دیارلسم نړیوال فورم په څنډه کې کړې دي.
هغې ټینګار کړی چې د پریکړې کولو له بهیرونو څخه د ښځو لرې کول د دې لامل کیږي چې د ښاري پالیسۍ جوړولو او پلان جوړولو کې د هغوی اصلي اړتیاوې له پامه وغورځول شي. د لوز په وینا، د ښځو د شرایطو سم درک یوازې هغه مهال شونی دی چې غږ یې په مستقیم ډول واوریدل شي.
د بشري هستوګنې د پروګرام مشرې زیاته کړې چې په ښاري پلان جوړونه کې د ښځو ګډون د خوندي ښارونو د رامنځته کولو لپاره اړین دی. هغې په کورنۍ او ټولنه کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
#افغان\_ښځې #ملګري\_ملتونه #افغانستان
🌐