بریتانوي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هیواد حکومت د ایران سپاه پاسداران د ممنوعه ډلو په نوملړ کې شاملوي. دا پریکړه به د بریتانیا امنیتي ادارو ته د ګواښونو سره د مقابلې لپاره ډیر واک ورکړي.
د بریتانیا لومړي وزیر ټینګار کړی دی چې هیچا ته به پخپلو واټونو کې د ویرې او تاوتریخوالي د خپریدو اجازه ورنکړي. د دې نوي قانون له مخې، د سپاه پاسداران ملاتړ او د هغوی د ماموریتونو پلي کول جرم ګڼل کیږي.
تر دې وړاندې هم سپاه پاسداران د بریتانیا او یو شمیر لویدیځو هیوادونو تر بندیزونو لاندې وو. د ایران حکومت د دې اقدام په غبرګون کې د بندیز لګوونکو هیوادونو پوځونه ترهګر بللي دي.
#بریتانیا #ایران #سپاه\_پاسداران #امنیت
🌐