د طالبانو حکومت چارواکو اعلان کړی دی چې په څلورو مختلفو برخو کې پر اشخاصو او شرکتونو مالیات کم شوي دي. د دې پریکړې پر بنسټ، د شرکتونو پر عوایدو مالیه له شلو سلنو څخه لسو سلنو ته راټیټه شوې ده.
د طالبانو حکومت د مالیې وزیر په یوه خبري ناسته کې وویل چې ټول امنیتي، استخباراتي او پراختیایي لګښتونه د همدې مالیاتو له لارې پوره کیږي. دغه راز د مشخصو عایداتو لرونکو کسانو مالیه معاف شوې او د شتمنیو د لیږد مالیه هم کمه شوې ده.
سره له دې، اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د ملي بودیجې په لګولو کې د روڼتیا نشتوالی د خلکو باور کموي. طالبانو پر هیواد له واکمنیدو راهیسې، د عشر او زکات ټولول هم ګړندي کړي دي.
#اقتصاد #مالیات #افغانستان #طالبان
🌐