په بامیان ولایت کې د شپږم ټولګي یو شمیر ښځینه زده کوونکې د خپل روښانه راتلونکي په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي. دوی وایي چې یوازې د روان ښوونیز کال تر پایه د ښوونځي د تګ اجازه لري او له هغې وروسته به له زده کړو بې برخې شي.

دغه افغان نجونې وایي چې له زده کړو بې برخې کیدو د دوی هیلې په ناامیدۍ بدلې کړې دي. دا اوس پنځم کال دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوي، چې دې وضعیت د دوی پر روان منفي اغیز کړی دی.

په ورته وخت کې، یو شمیر نجونې چې په تیرو کلونو کې له ښوونځیو پاتې شوي، د خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره درنو کارونو ته اړ شوي دي. د طالبانو حکومت لاندې، د ښځو پر زده کړو او کار سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

#افغان\_نجونې #زده\_کړه #بامیان

🌐

Author