د ښځو د پیاوړتیا په اړه د اسلامي همکاریو سازمان نهمه غونډه په پاکستان کې له دوه ورځنیو خبرو وروسته پای ته ورسیده. دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې له افغانستان څخه هیڅ کوم استازي پکې ګډون نه درلود.

په دې غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان چارواکو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو پر فعال ګډون ټینګار وکړ. دوی له غړو هیوادونو وغوښتل چې د ښځو د ودې او پیاوړتیا په برخه کې خپلې ژمنې په عملي توګه پلي کړي.

دا غونډه په داسې شرایطو کې جوړه شوه چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې، افغان ښځې او نجونې د زده کړې او کار په څیر له لومړنیو حقونو بې برخې دي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې له پرمختګ څخه د ښځو لرې کول د ټولنې پرمختګ ناممکن کوي.

#افغان\_ښځې #اسلامي\_همکارۍ #د\_ښځو\_حقونه

🌐

Author