د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې پر ایران یې خپلو وروستیو نظامي بریدونو ته چې پنځه ساعته یې دوام وکړ، د پای ټکی ایښی دی. په دې بریدونو کې د ایران په دننه کې شپږ بیلابیلې سیمې په نښه شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس هغه ښارونه دي چې په دې عملیاتو کې په نښه شوي دي. امریکایي چارواکي وایي چې اوسمهال په منځني ختیځ کې تر پنځوس زرو ډیر امریکایي سرتیري میشت دي.
تر اوسه ایراني چارواکو په دې سیمو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د ایران سپاه پاسداران تر دې وړاندې ویلي وو چې په سیمه کې یې امریکایي اهداف په نښه کړي دي.
#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ
🌐