د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان په خاوره د پاکستان وروستي بریدونه د زغم وړ نه دي بللي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه تیري په جدي توګه څیړل کیږي.

دغه لوړپوړي افغان پوځي چارواکي په یوه رسمي غونډه کې اعلان وکړ چې تر اوسه د پاکستاني پوځیانو هیڅ برید بې ځوابه نه دی پاتې شوی. هغه په تنده لهجه د ګاونډي هیواد پر حکومت نیوکه وکړه او د هغوی کړنې یې وغندلې.

ښاغلي فطرت څرګنده کړه چې د وسله والو ډلو د ځپلو په پلمه د ملکي وګړو پر کورونو بمباري یو ډیر دردونکی او د نه منلو وړ عمل دی. په وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

#افغانستان #پاکستان #سرحدي\_امنیت

🌐

Author