د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د غیبي بابا ښارګوټي په سیمه کې څه باندې پنځه سوه او دوه دیرش جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده. دې وزارت د اسنادو له څیړلو وروسته دا پریکړه کړې ده.
د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدو ځانګړې محکمې، په دې ښارګوټي کې د څه باندې زرو جریبو ځمکو د اسنادو تر څیړلو وروسته یوه برخه یې د دولت اړوند بللې ده. دا سیمه اوسمهال د خلکو لخوا د استوګنې په توګه کارول کیږي.
دا ځمکې د کابل ښار په اوولسمه ناحیه او د کابل شمال پر لویه لار موقعیت لري. د دې افغان ځمکو ملکیت اوس د غصب مخنیوي کمیسیون ته سپارل شوی ترڅو نور اقدامات ترسره شي.
#کابل #دولتي\_ځمکه #غیبي\_بابا
🌐