په کابل کې یو شمېر ځوانان وايي چې د فزیکي او رواني روغتیا ساتلو او له ورځنیو فشارونو څخه د خلاصون په موخه یې سپورت ته مخه کړې ده. دوی باور لري چې سپورت نه یوازې بدن روغ ساتي بلکې د ژوند کولو انګېزه هم زیاتوي.

په کابل کې په یوه سپورتي کلپ کې هره ورځ لسګونه ماشومان او ځوانان تمرین کوي. ځینې دا کسان د ملي لوبډلې ته د رسېدو او په نړیوالو ډګرونو کې د ځلېدو په موخه خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي او سترې هیلې لري.

په کابل کې سپورتي روزونکي وايي چې په وروستیو کلونو کې له سپورت سره علاقه زیاته شوې ده. د دوی په وینا سپورت کولی شي د ځوانانو له نشه يي توکو څخه مخنیوی وکړي او په ټولنه کې د سالم ژوند بڼه دود کړي.

#سپورت #افغانستان #افغان\_ځوانان

🌐

Author