د امریکا متحده ایالتونو پوځ اعلان کړی چې په ایران کې یې پر پوځي اهدافو نوي بریدونه کړي دي. په دې عملیاتو کې د هرمز تنګي ته څېرمه او ساحلي سیمو کې د ایران دفاعي او توغندويي سیسټمونه په نښه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې د ایران مشرانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې غوره ده یوې هوکړې ته ورسیږي. امریکايي ځواکونو د جولای میاشتې په پنځلسمه نېټه د ایران د بندرونو سمندري کلابندي هم پیل کړې ده.

د دې بریدونو په غبرګون کې ایراني ځواکونو هم اعلان کړی چې په اردن او کویټ کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي. دې تاوتریخوالو د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې په بې سارې توګه زیاتې کړې دي.

#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ

🌐

Author