د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی چې د طالبانو له حکومت سره هر ډول تعامل د سیاسي اړیکو د عادي کولو په مانا دی. هغې له اروپايي چارواکو وغوښتل چې د دې اړیکو او خبرو اترو د پایلو په اړه روڼتیا رامنځته کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د جرمني د پرېکړې راپورونه خپاره شول. نیومن اندېښنه لري چې د طالبانو حکومت ښايي د دې کډوالو منل د کونسلي خدماتو له وړاندې کولو سره وتړي او په اروپا کې خپل رول پراخ کړي.

د بشري حقونو څار سازمان هم له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره له هر ډول هوکړې ډډه وکړي. مدني فعالان وايي چې تعاملات باید د هغو کسانو د جبري ایستلو لامل نه شي چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي.

#کډوالي #افغانستان #اروپايي\_ټولنه

🌐

Author