د جرمني پولیسو په بایرن ایالت کې یو اته ویشت کلن افغان پناه غوښتونکی نیولی دی. دا کس تورن دی چې د یوه سیمه ییز اورګاډي مسافرین یې په چاقو ګواښلي او د خلکو د ویرې لامل شوی دی.

راپورونه ښیي چې دا پیښه وروسته له هغه پیل شوه کله چې د اورګاډي مسوول له دې کس څخه د ټکټ غوښتنه وکړه. شکمن کس تر لفظي شخړې وروسته خپل چاقو راوویست او پر مسافرو او زده کوونکو یې برید وکړ.

امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسیدل او دا سړی یې له کومې نښتې پرته ونیوه. په دې پیښه کې څوک سخت نه دي ټپیان شوي خو پولیسو د دې پیښې د انګیزې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

#جرمني #پناه\_غوښتونکي #افغان\_مهاجر

🌐

Author