د انګلستان حکومت اعلان کړی چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې تر دوه زره نهه ویشتم میلادي کال پورې وغځوي. دا هیواد پلان لري چې د افغانانو د ملاتړ لپاره هر کال شاوخوا سل میلیونه پونډه ځانګړي کړي.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم له سخت بشري ناورین سره مخ دی. هغه د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د هیواد د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ وباله.
دا مرستې به په روغتونونو کې د روغتیایی خدمتونو، زده کړو او د زیان منونکو خلکو د ملاتړ لپاره ولګول شي. د دې پروګرام اصلي تمرکز به د افغان ښځو او نجونو پر پیاوړتیا وي.
#بشري\_مرستې #انګلستان #افغانستان
🌐